هډوکو او مفاصلو وارډ
د اورتوپیدي وارډ د هډوکو، مفصلونو او عضلاتي ناروغیو د تشخیص، درملنې او بیا رغونې لپاره ځانګړې څانګه ده
د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د اورتوپیدي څانګه د روغتون له مهمو تخصصي څانګو څخه ده چې د عضلاتي او هډوکو سیستم د ناروغیو، ټپونو، ماتو هډوکو، مفصلي ستونزو او نورو ارتوپیدي اختلالاتو د تشخیص، درملنې، جراحي کتنو او بیا رغونې لپاره ځانګړی شوې ده. دا وارډ د معیاري طبي اصولو او نړیوالو ارتوپیدي معیارونو پر بنسټ ناروغانو ته خوندي، اغېزناک او باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کوي. په دې څانګه کې د اورتوپیدي متخصص ډاکټران، تجربه لرونکي نرسان او نور مسلکي روغتیایي کارکوونکي د ګډ ټیم په توګه د هډوکو، مفصلونو، عضلو، رباطونو او اړوندو نسجونو د ناروغیو او ټپونو د تشخیص، درملنې او دوامدارې طبي څارنې لپاره فعالیت کوي. د بېړنیو او اختیاري ارتوپیدي جراحي عملیاتو ترسره کول، د ماتو هډوکو درملنه، د مفصلي ناروغیو مدیریت او د ناروغانو د رغېدو بهیر منظم تعقیب د دې وارډ له مهمو مسؤلیتونو څخه دي. دا څانګه په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره تخصصي خدمات وړاندې کوي چې د ټپونو، د هډوکو ماتېدو، د مفصلونو دردونو او التهابونو (Arthritis)، عضلاتي ستونزو، د ملا او غاړې مزمن دردونو او نورو عضلاتي-هډوکیزو ناروغیو سره مخ وي. د ناروغانو د اړتیا او طبي وضعیت له مخې، د جراحي او غیر جراحي درملنې مناسبې لارې چارې غوره کېږي ترڅو د هغوی د حرکت وړتیا بېرته اعاده او د ژوند کیفیت یی ښه شي. د اورتوپیدي څانګې موخه دا ده چې د پرمختللو طبي تجهیزاتو، مسلکي کادر او معیاري روغتیایی چاپېریال په مرسته ناروغانو ته تخصصي، خوندي او مؤثر ارتوپیدي خدمات وړاندې کړي، ترڅو ناروغان په لنډ ممکن وخت کې خپل عادي ژوند او ورځني فعالیتونه بېرته پیل کړي.
- د بی ځایه شوي بندونو Dislocation په ځای کول د عملیاتي او غیر عملیاتي درملنې په واسطه
- د هډوکو د ماتېدلو Fractures) ) تشخیص، تثبیت او درملنه.
- د مفصلونو ناروغیو، لکه د مفصلونو التهاب Arthritis))، تشخیص او مدیریت.
- د عضلاتو، رباطونو ((Ligaments، تاندونونو (Tendons)او بندونو د ټپونو تشخیص او درملنه.
- د ملا، غاړې او نورو عضلاتي ـ هډوکیزو مزمنو دردونو تشخیص او درملنه.
- د بیړنیو اورتوپیدي او ټروماتولوژۍ Orthopedic & Traumatology)) حالاتو مدیریت.
- د ناروغانو لپاره د جراحي او غیر جراحي درملنې وړاندې کول.
- د ناروغانو د بیا رغونې ((Rehabilitation او د حرکت د بېرته اعادې خدمات.
- د OPD خدمات
- د IPDخدمات
- د ارتوپیدي او ټروماتولوژۍ اړوند جراحي عملیات.
- د هډوکو او مفصلونو د تثبیت او ترمیم تخصصي جراحي پروسیجرونه.
- د زنګون د مفصل د ځینو ناروغیو او ټپونو د درملنې لپاره د PRP (Platelet-Rich Plasma) تطبیق، د متخصص ډاکټرانو تر څارنې لاندې او د معیاري طبي اصولو سره سم.
دوکتور سید مشتاق سادات د اورتوپیډي او ټرماتولوژي متخصص
- د هډوکو، مفصلونو او عضلاتي ـ هډوکیز سیستم د ناروغیو لپاره متخصص او مجرب اورتوپیدي ډاکټران (Orthopedic Specialists)
- د ناروغانو لپاره پاکې، معیاري او مجهزې بستر خونې (Inpatient Wards).
- د نړیوالو معیارونو سره سم مجهزې او پرمختللې عملیات خونې (Operation Theatres).
- د هډوکو او ټپونو د دقیق تشخیص لپاره د ایکسرې ( (X-Ray) اسانتیاوې.
- پرمختللي ارتوپیدي، جراحي او تشخیصي تجهیزات.
- د شدیدو او بحراني ناروغانو د پاملرنې لپاره مجهز د عاجلې پاملرنې واحد (Intensive Care Unit - ICU).
- د کوچنیو او تخصصي ارتوپیدي پروسیجرونو د ترسره کولو لپاره معیاري پروسیجر خونه ((Procedure Room
- مسلکي، تجربه لرونکي او روزل شوي نرسان او روغتیایي کارکوونکي.
- د بیړنیو ټپونو، ماتو هډوکو او نورو عاجلو ارتوپیدي حالاتو د مدیریت اسانتیاوې.
- د بستر ناروغانو لپاره د دوامدارې طبي څارنې، مراقبت او بیا رغونې (Rehabilitation) منظم سیستم.